د ملي پولیسو له اکاډمۍ څخه ۳۷۷اښځینه افسرانې او افسران فارغ شول

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملي پوليسو د اکاډمۍ قوماندانۍ څخه نن د لېسانس په ديارلسمه دوره کې ۳۷۷ ښځينه افسرانې او افسران له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د کابل امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدران په خپله فیسبوک پاڼه د نویو فارغ شویو پولیسو عکسونه خپاره کړي او وایي، چې نن په کابل کې د ملي پوليسو له اکاډمۍ څخه د لېسانس ديارلسمي دورې فراغت غونډې په ترڅ کې ۳۷۷ تنه پوليس د مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

خالد ځډرڼ همداراز وایي، چې نوي فارغ شوي پولیس په نوي لباس سره سمبال دي چې په کابل او نورو ولایتونو کې به په دنده وګمارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و چې دوئ هڅه کوي په کابل او ولایتونو کې د امنیت د ساتلو لپاره په منظم لباس او مسلکي زده کړو سمبال پولیس وګماري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button