د مارچ اتمه
موږ د رنګونو تر شا مړې یوو، څوک یې هېڅ نه ویني!
نپوهېږم د هغه ژوند کولو به څه خوند و، چې تمام عمر د دې تشریح کولو کې تېر شي چې “انسانه” یې. نورمال انسانه. د هېچا متاع نه یې او نه باید واوسې. په خپل ځان خپله پام کولی شې، هېڅوک مکلف نه دي تا د خوندیتوب په پلمه زنداني کړي. ته د نورو د “ګناه” مسووله نه یې. د فکر کولو وړتیا لرې. معقولیت لرې. استدلال کولی شې، خپله غږېدلی شې، او غږ دې حرام نه دی.
ژوند به څه و چې د شمعې غوندې ویلې شوې، نورو دې اور ته لاسونه تاوده کړل، خونې یې رڼا کړې، تا وبایلله. ته له هر څه تېره شوې. ژوند به څه و، چې رڼا دې تر هغو غواړي چې دوی یې زغملی شي، چې د دوی تر واک لاندې وي، کنه نو محوه کوي دې، ورکوي دې. ژوند به څه و چې د مینې لپاره ونشوې درېدای. د خپلو هیلو وړې غوټۍ دې له غوړېدو مخکې وچوې شوې. خوبونه دې اوبو یوړل. یوازې په دې خاطر چې “نجلۍ” پیدا وې.
ژوند به څه و، چې حتا د خپل درد د لیکلو او شریکولو لپاره هم باید توضیح ورکړې. باید خلک قانع کړې چې درد دې خوري. زړه دې خوږېږي. ژوند دې درنه اخیستل شوی. مکتب دې تړلی. پوهنتون دې نشته، دنده دې نشته، غلې کړې یې او غرور دې ایره شوی. حتا که پرې غږېږې وایې “طرف” واقع کېږې. وايي فاصلې جوړوې. وایې پردۍ کیسې دي. لکه “زه” چې انسانه نه یم، او دا یوه هیله، او یو درد هم نشم لرلی.
ژوند همدا و، چې ځنځېرونو وخوړ. بېسوادۍ وخوړ. د ښو ورځو انتظار وخوړ. بایللو وخوړ. چوپتیا وخوړ. خو سره له دې هر څه ناهیلي زما طبیعت کې نشته. که دوی مې هر څومره محوه کوي، زه به هغومره حضور لرم. حداقل باید ژوند کې مو هره یوه دې مرحلې ته ورسېږو چې که مو ونشي منلی، رد مو هم نشي کړلی.
قلم به نه ږدو، کتاب به لولو، کومه ورځ به حتما راځي چې د دې وطن لوڼې به خپل برخلیک خپله ټاکي. که دا نسل نه وي، بل یې حتما!
اتم د مارچ مو بختوره!
شفيقه خپلواک