د لوګر په ۱۰۰ ښوونځيو کې د لاس مينځلو ځانګړي ځايونه جوړ شوي دي

د لوګر په ۱۰۰ ښوونځيو کې د لاس مينځلو ځانګړي ځايونه جوړ شوي دي

د لوګر ولايت د نجونو او هلکانو په ۱۰۰ ښوونځيو کې د لاس مينځلو لپاره د لاس وينځلو ځانګړي ځايونه جوړ شوي دي.

دا کار د پوهنې رياست په هلو ځلو د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د آى، آر، سي مٶسسې له خوا ترسره شوى؛ چې مٶخه د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوى دى.

ياد ځايونه د ښوونځيو په دننه (انګړونو) کې جوړ شوي؛ چې هر ښوونځي ته د اوبو دوه ټانګۍ کېنول شوي؛ هره ټانګۍ د اوبو درې شيريانونه او د استفاده شوېو اوبو د بېرته جذبولو څاه وې لري.

له دې وروسته به د نوموړو ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي ښوونځيو ته د ننوتلو پر مهال لومړى خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځي او بيا به ټولګيو ته ننوځي.

د يادونې وړ ده؛ چې د لوګر په ښوونځيو کې دا لومړى ځل دى؛ چې د ښوونکو او زده کوونکو د لاس مينځلو لپاره ورته ځانګړي ځايونه جوړېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button