د لوګر د کرکټ ولایتي لوبډله خوست ته روانه شوه

د لوګر ولايت ولايتي لوبډله د دويم درجه ولايتي سیاليو په موخه خوست ته روانه شوه.

د لوګر د کرکټ مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د کرکټ ولايتي لوبډله په دويم درجه ولايتي سیاليو کې د ګډون په موخه خوست ته روانه شوه.

د لوګر د کرکټ آمر بشیراحمد ساحل پنجرې ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې د لوګر ولایتي لوبډله به خوست ولايت کې خپله لومړۍ سیالۍ د پکتیکا د لوبډلې په وړاندې د روانې فيبرورۍ میاشتې په 22 مه نېټه ترسره کړي.

ساحل همداراز وویل چې وروسته به په ترتيب سره د کوچیانو، بغلان او سرپل ولايت په وړاندې سیالۍ وکړي.

هغه زیاتوي چې د لوګر د کرکټ ولایتي لوبډله به وړاندې تر رسمي سيالیو د فیبرورۍ په19مه او 20مه نېټه دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button