د قطر او انډونیزیا هوکړه ليک

د قطر او انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په موخه هوکړه لاسليک کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ د قطر او انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې يوې هوکړې لاسليک کړی، چې له مخې به يې انډونيزيا له افغانستان سره د قطر په همکارۍ بشردوستانه او پرمختيايي مرستې ترسره کوي. راپورونه وايي دواړو خواوو په دې ټينګار کړی، چې افغانستان په يو ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او دا د نړۍ والو مسووليت دی، چې دغه هېواد سره لا ډیرې مرستې وکړي.

قطر او انډونیزیا ويلي چې دواړه به په ګډه افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي او په داسې سختو حالاتو کې به د اړمنو افغانانو لاسنيوی کوي.

د دواړو هېوادونو د دې هوکړې له مخې به قطر افغانستان ته د انډونیزیا د مرستو رسولو او لګولو زمینه برابروي.

Back to top button