د علم د حصول په مسئله کې کلتور د پام وړ خبره ده
د علم د حصول په مسئله کې کلتور د پام وړ خبره ده. دا خبره هم له ټولنپوهنیزې زاویې ارزښت لري او هم عیني واقعیتونو ته په کتلو سره. په خپله (علم) یوه انساني او حقوقي مسئله ده چې د هر انسان حق دی او پرته له دې چې جنسیت او نورو توپیرونو ته پام وشي، باید ترلاسه شي. اصلا دې ته بحث نه وایي چې یو سړی دې د نجونو د تعلیم په اړه د کولو او نه کولو خبره وکړي؛ دا د هر چا مسلم حق دی، بناء خبره واضح ده. مګر د علم د حصول (روش) بیا بېله خبره ده، دا باید داسې وي چې هم هویتي ارزښتونه وساتل شي او هم دغه انساني حق ته ورسیږو. په دې برخه کې (سیستماتیک) او د ایرانیانو په خبره (روشمند) فکتورنه مشخصېدل دي. کومو ټولنو کې چې اجتماعي بافت خورا ژور وي او ټولنیزې اړیکې د انسان په ژوند بشپړ اغیز لري، داسې ټولنو کې کلتور هرې حقوقي او حیاتي موضوع ته داخلیږي. زموږ ټولنه دومره کلتوري ده چې حتی یو هوښیار پښتون فمینیست هم د ځینو فرهنګي او کلتوري مسائیلو په وړاندې خپل ایډیال شناخت نشي عملي کولی، پاتې شوه نور افغانان. دلته نه یوازې دا چې د یوۀ فرد اړیکې د کورنۍ هویت تعریفوي، بلکې دا مسئله د فرد په وړاندې ټول غبرګونونه او د فرد ټول فعالیتونه اغېزمنوي. د ناموس، غیرت او دیوث نومونه که له یوۀ اړخه منفي مانا لیږدوي له بل لوري زموږ د فرهنګ، باورونه، ټولنې او عنعناتو تعریف کوي. موږ باید د خپلې ټولنې روح درک کړو او ومنو چې دا د تورپنجابي د خولې خبره نه ده؛ بلکې زموږ د ټولنې د ضمیر او وجدان چغیه ده.
اخترمحمدژوندون