د عدالت لټون

د عدالت لټون:
یو مجرم مو نیولی و، قتل یې کړی و، لوټ او تالان یې کړی و، دروغ یې ویلي وو، د چا عزت ته یې لاس اچولی و، پر چا یې تور پورې کړی و او …
د کلي ملا ته مو وروست او ورته ومو ویل:
– دا مجرم دی، باید سزا ورکړل شي.
ملا وویل:
– دا پاک سوتره سړی دی، لاسونه یې ورخوشي کړئ، تاسې ګناهګار یئ!
مجرم مو پریښود.
سبا مو بیا ونیوه چې: قتل یې کړی و، لوټ او تالان یې کړی و، دروغ یې ویلي وو، د چا عزت ته یې لاس اچولی و، پر چا یې تور پورې کړی و او …
د کلي خان ته مو وروست او ورته ومو ویل:
– دا مجرم دی، باید سزا ورکړل شي.
د کلي خان وویل:
– تاسو یو عزتمن سړی نیولی او د هغه حیثیت ته مو صدمه رسولې، هغه خوشی کړئ، تاسې ګناهګار یئ!
مجرم مو پریښود.
بله ورځ مو بیا ونیوه چې: قتل یې کړی و، لوټ او تالان یې کړی و، دروغ یې ویلي وو، د چا عزت ته یې لاس اچولی و، پر چا یې تور پورې کړی و او …
د ښار قاضي ته مو وروست او ورته ومو ویل:
– دا مجرم دی، باید سزا ورکړل شي.
قاضي وویل:
– زه به سرتیرو ته امر وکړم چې تاسې ټول زندان ته واچوي، تاسې د دې ښار یو بارسوخه شخصیت نیولی او مجرم یې بولئ، ژر د ده له شاوخوا لرې شئ!
مجرم مو پریښود او شپه مو په زندان کې تیره کړه.
سبا چې له زندانه ووتو مجرم مو بیا ونیوه چې: قتل یې کړی و، لوټ او تالان یې کړی و، دروغ یې ویلي وو، د چا عزت ته یې لاس اچولی و، پر چا یې تور پورې کړی و او …
د ملک پاچا ته مو وروست او ورته ومو ویل:
– دا مجرم دی، باید سزا ورکړل شي.
پاچا وویل:
– دا زما له نیږدې کسانو څخه دی، تاسو څنګه ځانته حق ورکړی چې دی ونیسئ، ژر یې پریږدئ!
مجرم مو پریښود او د پاچا د غضب له ویرې مو منډې کړې.
هغه د پاچا سړی و، که هغه قتل کولی، لوټ او تالان یې کولی، دروغ یې ویلی، د چا عزت ته یې لاس اچولی، پر چا یې تور پورې کولی او …
هغه مجرم نه بلل کیده، بې له دې چې پر هغه عدالت پلی شي همداسې سرلوړی ګرځیده او موږ بیا نشو نیولای، ځکه چې د نړۍ پر مخ له موږ څخه د عدالت بله مرجع ورکه وه او تر هر څه لومړی مو باید دا ورکه پیدا کړې وای.
موږ د نړۍ په ساره او اوږدو کې د عدالت لټون پيل کړ؛ کلونه کلونه لالهانده وګرځیدو، ښارونه مو ولټول، کلي مو ولټول، سمې مو ولټولې، غرونه مو ولټول، دښتې مو ولټولې، ځنګلونه مو ولټول خو عدالت مو پيدا نشو کړای.
کله چې په ګرځیدو ګرځیدو ستړي شوو نو د اسمان په لور مو مخ کړ او په چیغو چیغو مو وژړل. زموږ پر حال د وریځو ښاپیرو او د اسمانونو پریښتو هم وژړل.
موږ له خدایه سوال وکړ چې:
پالونکیه! موږ عدالت لټوو، چیرې به یې پیدا کړو؟
هغه ویل: عدالت وکړئ، ځکه چې دا پرهیزګارۍ ته تر ټولو نیږدې دی.
موږ وپوهیدو: عدالت زموږ په زړونو کې و، موږ پخپله د دې جوګه وو چې عدالت وکړو، اړینه نه وه چې په نړۍ کې د عدالت په کومه بله مرجع پسې وګرځو.
موږ ولاړو، غوښتل مو مجرم ونیسو، سزا ورکړو او عدالت پلی کړو، خو مجرم کلونه وړاندې مړ شوی و.

ليکوال: مومند محمدي اڅړ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button