د عامې روغتیا وزارت تخصص بشپړولو پروګرام ازموینې د نوماندانو د کارتونو وېش

د ازموینو ملي ادارې مسولین وایي، چې د عامې روغتیا وزارت تخصص بشپړولو پروګرام ازموینې د نوماندانو د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه نن د ازموینو ملي ادارې له خوا پیل شوه.

د دوئ په وینا یادې ازموینې لپاره ۶۶۱۴ تنو د طب پوهنځیو فارغانو نوم لیکنه کړې چې له دې جملې څخه ۱۷۴۰ تنه یې ښځې دي.

دغه پروسه په دوو جلا محلونو ( د نارینه و په کابل پولي تخنیک او ښځینه و په ښوونې او روزنې پوهنتونو ) کې تنظیم شوې ده.
دوئ زیاتوي چې د کارتونو د وېش او بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه تر چهار شنبې ورځې مرغومې تر ۲۲ دوام کوي او د ګډونوالو ازموینه به د پنج شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۳ نېټه واخیستل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button