د طالب حکومت رسميت پېژندنې لپاره د بايډن شرط

بایډن له طالب حکومت څخه د یو امریکايي بندي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه اعلامیه کې ویلي، که د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو هيله لري، نو باید مارک فریچرز ازاد کړي ځکه دا مسئله د مذاکرې وړ نه ده.

بایډن زياتوي چې مارک یو متقاعد امریکايي وګړی دی او په تېرو لسو کلونو کې یې افغانانو ته خدمت کړی دی. د‌‌ ده په خبره طالبان حق نه لري چې بېګناه او ملکي وګړي برمته کړي. امریکايي حکومت ادعا کوي چې مارک په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې تښتول شوی دی او له طالبانو سره بندي دی.

هغه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله هم د ياد کس په خلاصون پورې تړلې ده. بلخوا بایډن امریکايي ولسونو ته ډاډ ورکړی چې د دوی خپلوان او دوستان که په هر هېواد کې بندي او ورک وي د خلاصون لپاره به یې هڅې کوي

 طالبانو د بايډن تازه څرګندونو په تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button