د طالبانو یو پلاوی قطر ته روان شو

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن قطر هېواد ته روان شو.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي رسنیو ته ویلي، چې دغه پلاوی به اروپایي ټولنې، د خلیجي هېوادونو له استازو، دیني عالمانو له ټولنو او له هغو ډیپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای یې قطر هېواد د خپل فعالیت لپاره ټاکلی، په یو شمېر اړینو موضوعاتو خبرې وکړي.

تر دې مهاله د یاد سفر په اړه نور جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو یاد پلاوي قطر هېواد ته تر روانېدو مخکې د ترسره کېدونو غونډو لپاره په بهرنیو چارو وزارت کې چمتوالی نیولی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button