د سینې درد کله هم عادي مه ګڼئ
د سینې یا ټټر دردونه زیات علتونه لري لکه د زړه، سږو معدې، مرۍ یا ستوني ناروغۍ، عضلاتي دردونه، عصابي دردونه چې د تشویش له وجهې وي او یا هم د کومې ضربې د ترلاسه کولو له امله د سینې دردونه پیښیدلی شي.
ځینې وخت د سینې درد د زړه، سږو او نورو داسې ناروغیو له امله وي چې که په وخت یې تشخیص وشي نو درملنه یې ممکنه او د مرګ خطرات، او وروسته کې مشکلات کمولی شي.
ولې یو شمېر داسې مرګونې ناروغۍ شته چې که په وخت تشخیص نه شي نو وروسته داسې یو حالت ته رسیږي چې هغه وخت یې یا درملنه ستونزمنه وي، یا ناشونې وي او یا د یوې ناروغۍ له امله څو نورې داسې ناروغۍ رامنځته شوي وي چې د انسان ژوند د خطر او جدي ستونزو سره مخ کولی شي.
سپارښتنه.
که مو د سینې درد پیدا کړو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې عمر یې ۵۰ کاله یا تر پنځوس کلنۍ ډېر وي او یا هم د چاغښت، وینې د فشار، شکر، او د وینې غوړوالي تکلیفونه ولري. نو د دې په خاطر ورته صبر مه کوئ چې ګوندې درد به په خپله ښه شي. یا دا چې داسې دردونه ما مخکې هم درلودلي نو ډاکټر ته د تګ ضرورت نشته.
سمدلاسه ځان ډاکټر ته ورسوئ تر څو د درد علت مو مالوم شي، د ناروغۍ تشخیص مو وشي، او په دې ترتیب الله ج مکړه که کومه جدي ستونزه مو پیدا کړي وي چې په وخت یې درملنه وشي او د ناڅاپي یا تدریجي مرګ خطرات مو کم کړي اوسي.
ډاکټر خپلواک