د سيد جيلاني جلان نوی شعر

غزل

د خالونو او کمڅیو منځ کې ناست یم

د رمو او د کیږدیو منځ کې ناست یم

غیږ کې واخېستمه سپينې پهـلوانې

د مالوچو د غونډیو منځ کې ناست یم

د سـرو سترګـو بګونکي نظـر لاندې

د سکروټو د سپرغیو منځ کې ناست یم

مایوسۍ په خنداني محفل کې چوپ کړم

لکه مړی د ژونـدیو منځ کې ناست یم

د هـنر ملکې ښـکل کړمه جــلانه !

د خوږو خوږو زړګیو منځ کې ناست یم

سیدجیلاني جلان

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button