د سلواغې ۲۶مه

د سلواغې په ۲۶ مه د شوروي اتحاد په افغانستان کې ماته وخوړه.

نن د سلواغې (دلوې) ۲۶مه نېټه ده چې په له افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او له دغه هېواد څخه د وتلو ۳۳ مې کلیزې سره برابره ده.

په همدې اساس د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د ۱۳۵۸کال د مرغومې په ۶مه نېټه پر افغانستان یرغل وکړ، دوی هغه وخت د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور او پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکه.

پخواني شوروي اتحاد افغانستان کې له نږدې یوې لسیزې وروسته د ۱۳۶۸کال د سلواغې په ۲۶مه له دغه هېواد څخه ووتل او په همدې موده کې یې شاوخوا یو میلیون افغانان شهیدان کړل او د شوروي اتحاد له افغانانو سره په جګړه کې لږترلږه ۱۴ زره سرتېري ووژل شول.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button