د روغتيا نړۍ وال سازمان مرسته
د روغیتا نړیوال سازمان (ډبیلو ايچ او) له خوا د روغتیایي تجهیزاتو او درملو ۳۴ ټنه مرسته کابل ته ورسېده.
یاد سازمان ویلي چې دغه درمل به د دریو میاشتو لپاره د ۱۵۰ زره افغانانو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي او په دې درملو به په خوارځواکۍ د اخته ۱۰۰۰ بستري ماشومانو درمنله هم وشي. دغه سازمان څرګنده کړې چې دا مرسته د اړمنو افغانانو لپاره بسنه نه کوي او له دغه هېواد سره یې خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې دغه سازمان په دې وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روغتیایي بنسټونه له بحران سره مخ دي او د مرستو نه ترسره کېدو په صورت کې یې د دغه هېواد د روغتیایي سیستم د پاشل کېدو خبر ورکړی دی.