د روسیې ولسمشر تازه څرګندونې

پوتین وایي امریکا مونږ ته د بندیزونو وضع کولو لپاره پلمې لټوي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین نن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دوی که پر اوکراین برید وکړي یا يې و نه کړي خو امریکا او ملګري یې تل دوی ته د بندیزونو د وضع کولو لپاره لارې ګوري.

هغه ويلي ډېر کلونه کېږي چې بلاروس او روسیه د امریکا د ناوړه او غیر قانوني اقداماتو له وجې فشارونو سره مخ دي او دوی هيڅکله نه غواړي چې دغه دواړه هېوادونه خپلې اقتصادي ودې ته دوام ورکړي.

پوتین زیاتوي چې غرب تل له اقتصادي فشارونو څخه په ګټې اخيستنې سره د دوی پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی او‌ دوی ته يې ستر اقتصادي ناورینونه یې رامنځ ته کړي.

په ورته مهال د‌ امريکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې روسيه پر اوکراین د برید پلان لري او لا هم له دې پرېکړې نه ده په شا شوې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button