د خوش تیپې کانال پیل

لیکنه: خان محمد تکل.

د خوش تيپې کانال پيل د افغانستان د اقتصاد او پراختیا د نجات لاره ده ولې بسنه نه کوي. موږ باید نور پسې مخته ولاړ شو او د نورو لویو پروژو تطبیق ته مټې را بډوهو.
مهمه نه ده چې پروژه د چا په وخت کې پلان او شروع شوې ده او یا شروع کیږي، څه چې مهم دي هغه دا دي چې د یو پر ځان بسیا او زرغون افغانستان لپاره کار وشي.
ملي پروژې باید وضعیت ته په کتو اولویت بندي شي، کار ور باندې پيل او د جوړولو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي تر څو پروژې په خپل وخت او ښه کیفیت تطبیق شي. د ملي پروژو تطبیق باید د ولس او وطن لپاره وشي، نه باید د داخلي کشمکشونو او سیاستونو له امله قرباني شي.
د دې تطبیق زموږ د ټولو ملي او ایماني وجیبه او د افغانستان د راتلونکو نسلونو د ښې راتلونکې لپاره په میراث پرېښودل دي.

وخت په خورا تېزۍ سره روان دی موږ باید دې څو عمده ستونزو ته په کتو د لویو پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ کړو، یو د “اقلیم بدلون او د وچکالیو د دورو ژر تکرار دی چې هېڅ سرحد نه لري او په ډېر شدت سره هر څه زیانمن کوي بل د نفوس تر حد زیات زیاتوالی دی چې د اوبو موجوده سرچینې یې تر خورا سخت فشار او اغېزي لاندې نیولي دي، دریم د اوبو د بې ځایه استفادې په هکله د خلکو دشرعي او علمي پوهې او پوهاوي نه شتون، د اوبو مدیریت او د اوبو څخه د بی ځایه او غیري موثره استفاده، او ترڅنګ یې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د کافي بشري سرچینې او ظرفیتونو کمښت په افغانستان کې د اوبو د مدیریت لپاره پرتې ستونزې دي، نو اړینه ده چې په خورا ځیرکۍ او مسلکي توګه د پورته ستونزو په ښه ډول مدیریت او د لویو پروژو په تطبیق کې چټکتیا را منځته شي او پورته ستونزو او حالاتونو ته په کتو په ښه ډول تطبیق شي.

هېره دې نه وي چې د دې ډول پروژو تطبیق د ملتونو د نجات او د بېوزلۍ له مینځه وړلو لپاره خورا ګټور ثابت کېدای شي او د ملتونو روښانه ژوند او راتلونکی تضمین کوي.

په دې اړه مسؤلینو ته څو لنډې سپارښتنې:

۱- په تېر کې یوه لویه ستونزه چې موږ ور سره د اوبو مدیریت د لویو پروژو په تطبیق کې مخ و هغه د امنیت نه شتون، د ځمکو په تصفیه او استملاک کې د خلکو نه همکارۍ او د دوئ نه رضایت و چې اکثره وخت به یې د لویې پروژې چارې ټکنۍ کولې.

د امنیت په ښه کېدو سره اړینه ده چې د تصفیه او استملاک چاري په جدي توګه په نظر کې ونیول شي او د ټولو ملي پروژو د تصفیه او استملاک لپاره یو ملي پلان جوړ او کارونه یې په شدت سره شروع او خلک دې ته وهڅول شي چې د لویو پروژو په تطبیق کې له اداراتو او تخنیکي ټیمونو سره همکار واوسي ځکه دغه پروژې د دوئ او د دوئ د راتلوونکو نسلونو د روښانه راتلوونکي لپاره تطبیق کیږي.

۲- د اوبو مدیریت او برېښنا پروژو د تطبیق لپاره باید په کافي اندازه بودیجه په پام کې ونیول شي. د اوبو مدیریت ټولې تر کار لاندې او په راتلوونکي پلان پروژو باندې عملا کار پيل شي. تر څنګ یې د برېښنا په دوه الی درې لویو بندونو کار پيل شي. ځکه دا یوازنۍ لار ده چې د برېښنا د اوبو زیاتوالي او ځمکو خړوبولو په برخه کې زموږ ستونزې حل کولی شي.

۳- د خوش تيپې او دې ته ورته نورو پروژو لپاره د سروې، ډیزاین او تطبیق یو ډیر قوي او تخنیکي ټیم او ظرفیت ته جدي اړتیا ده او د دې کار لپاره مونږ په خپله تېره اداره کې او د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې د یو قوي سروې، ډیزاین او تطبیق یوه منظمه پروسه شروع کړې وه، هغه بیا ځلې پيل او د سروې، ډیزاین او تطبیق مرکز بیا ځلې فعال او کافي بودیجه ورته په نظر کې ونیول شي تر څو د ملي پروژو د شروع د افتتاح تر څنګ د ښو پروژو د تکمیل د پرانیستې شاهدان واوسو او په دې برخه کې د داخلي انجينیرانو د ظرفیتونو په نظر کې نیولو سره بیروني متخصیصینو ته هم په ځینو برخو کې اشد ضرورت دی، تر څو داخلي انجنیران یې ترڅنګ کار وکړي او د انجینرانو د ظرفیت جوړولو تر ټولو موثره او ارزانه طریقه ده، ترڅو داخلي انجینران مو وروزل شي او ترڅنګ یې راتلونکي کې د دې ملي پروژو د لاښه تطبیق لپاره کار وکړي.

۴- د دې ټولو ملي پروژو د اولویت بندۍ، بودیجه او د ځمکو د تصفیې او استملاک د مشکلاتو او تصمیم نیونې لپاره دې د اوبو، ځمکو او چاپیریال ساتنې شورا یو ځل بیا په عالي سطحه فعاله شي تر څو ټولې پروژې، او د اوبو مدیریت مو شرایطو ته په کتو تر سره کړي وي.

Back to top button