د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مشر کریم کنیک کابل ته راغی

نن د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مشر کریم “کنیک” کابل ته په ۳ ورځني سفر راغلی.

کینک په کابل هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویلي، چې دوئ د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دي او افغانان به ډېر ژر له روان کړکېچن او بد وضعیت څخه ووځي.

هغه زیاتوي چې د افغاني سرې میاشتې په بلنه کابل ته راغلی، ترڅو د افغانستان روان بشري وضعیت له نږدې و ارزوي او د بشري مرستو په ډېرښت کې به لاس په کار شي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button