د ترکيې تازه مرسته

ترکیه رسنۍ وايي افغانستان ته د نږدې زر ټنه بېړنیو بشري مرستو د لېږد خبر ورکوي.

د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ له دغه هېواد څخه د مرستو بار اورګاډی چې ۶۲ واګونونه لري، پرون ورځ یې له انقرې څخه حرکت کړی او ټاکل شوې چې له ۴۲۰۰ کیلومتره واټن سرته رسولو وروسته به افغانستان ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې د ترکیې په دې شاوخوا زر ټنه مرستو کې خوراکي توکي، جامې، د سون او روغتیايي توکي شامل دي. ترکي چارواکو دغه راز ویلي، دغه مرسته له اړمنو افغانانو سره د انقرې د بشري مرستو په پار کړې ده.

ترکيې تر دې وړاندې هم افغانستان سره د سون، خوراکي او نورو توکو بشردوستانه مرستې کړي دي.

طالب حکومت بیا د ترکیې هېواد دغه ډول مرستو هرکلی کړی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button