د تاریخ پاڼې رنګینې

د تاریخ پاڼې رنګینې
ټولې کرښې یې زرینې
له کیسو د پښتنو نه
ښکاري ځکه ګلورینې

دا صحیح ده مغولانو
هم روسانو انګلیسانو
په نوبت سبق لیدلي
له زړورو افغانانو

دا منو چې احمد شاه نه
او زموږ د هر بابا نه
نه دی وړی غلیم روغ تن
هېڅ یو کونج ته د جهانه

دا منو چې اکبر خان
هم زمری و امان خان
د ګرګین تندی داغلی
د هغه وخت میرویس خان

دا منو چې سکندر ته
د هغه دور قلندر ته
زموږ نیکونو ملا تړلي
هر لانجه او هر یو شر ته

دا منو چې یوه نغمه شوه
څه اوچت دغه ناره شوه
د تاریخ سندره جوړه
د ملالې له ټپه شوه

موږ به تل دغه کیسې کړو
یو او بل ته مرکې کړو
تل به یادې په منځو کې
د پلرونو کارنامې کړو

خو دا هم نه چې کیسو کې
دغه ګرمو مرکو کې
موږ نه خپل مسؤلیت هېر شي
د پلرونو کارنامو کې

هسې نه چې برایډن ته
دا ددې وخت مکناټن ته
خدای دې نکړي سر مو ټیټ شي
هر غدار او هر خاین ته

نن نوبت راغلی ماته
ای پښتونه وروره تاته
چې یادونه راژوندي کړو
کارنامې پرېږدو سبا ته..

مژده باران

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button