د بدن دفاعي يا معافيتي سيستم څه ډول پياوړی کړو؟

د بدن دفاعي يا معافيتي سيستم څه ډول پياوړی کړو؟

زموږ او ستاسو د بدن معافيتي سيستم شپه او ورځ بې له دې چې موږ خبر شو په جګړه بوخت وي او موږ له ناروغيو ژغوري. هر هغه وخت چې جګړه ډېره شديده شي او يا هم بايللو ته نږدې شي بيا موږ د تبې، درد او يا نورو اعراضو له لارې خبر کړي او له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د انسان معافيتي سيستم کټ مټ د يو هېواد د دفاعي نظام په څېر کار کوي، بدن له يرغل کوونکو څخه ژغوري. دغه يرغلګر کېدی شي وايرس، بکتريا، فنګس يا ټوکسين وي.
اوس موږ څرنګه کولای شو چې خپل د معافيت سيستم قوي وساتو؟
هو! دا يو سيستم دی نظام دی يو فرد او يا يو عسکر نه دی. د نظام ساتلو لپاره نه يوازې ډېری شيانو ته اړتيا وي بلکې د هغوئ ترمنځ تعادل، توازن او برابرۍ ته هم ضرورت وي.
څېړنې ښيي چې د يو انسان د ښه او محکم معافيتي سيستم لپاره لاندې شيانو ته اړتيا شته:
۱ د يوه داسې غذايي رژيم خپلول چې په هغه کې په کافي اندازه سبزيجات او مېوه جات وي
۲ په منظم ډول تمرين او ورزش کول
۳ د برابر او مناسب وزن ساتل
۴ د تنباکو له استعمال څخه ډه ډه کول
۵ په کافي اندازه خوب کول
۶ له ذهنې فشار څخه ځان ژغورل

ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button