د اوکراین ولسمشر پوتین سره هر ډول خبرو ته چمتووالی ښودلی

د اوکراین ولسمشر وايي، چې چمتو دی، د دونباس سيمې او کریمیا ټاپووزمې په هکله له پوتین سره خبرې وکړي.

د ۲۴ فرانس د يو راپور پر بنسټ د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي ويلي، چې د‌ روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين سره د‌ سولې په هکله هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی.

دغه راز زلنسکي خپل روسي سیال پوتين سره د سولې مخامخ خبرې د سې شنبې ورځې ته وغځولې او ويلي دي، چې د روسیې له لوري د اشغال شوې کریمیا د اوسني وضعيت او په دونباس سيمه کې د دوو مسکو پلوو جمهوريتونو په هکله ښايي د يوې ټولپوښتنې له لارې خبرې اترې وکړي.

د اوکراین ولسمشر رسنیو ته په خبرو کې ويلي، چې د‌ی د ورانونکې يوې مياشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی.

ويلادیمیر زلنسکي داسې مهال له روسي سیال سره د هر ډول خبرو وړاندیز کوي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې نږدې مياشت وشوه او له امله يې سلګونه‌ تنه عام خلک مړه، ميليونه وګړي کډوال او لسګونه ودانۍ ويجاړې شوې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button