د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې نړۍ افغانستان له پامه وغورځوي

‏د اروپايي پارلمان یوه ایرلینډۍ غړې کلیر دلي وایي، چې که څه هم په افغانستان کې بشري ناورین روان دی، افغانان له خپل هېواده تیښتې ته اړ شوي او افغان ماشومان له لوږې او کړاو سره لاس او ګرېوان دي خو نړۍ د دوئ ستونزې له پامه غورځولي دي او ټوله پاملرنه یې د اوکراین لوري ته ده.

‏د اروپایي پارلمان دغه ایرلینډۍ غړې زیاتوي، چې د افغانانو ستونزې او کړاونه ځکه له پامه غورځول شوي چې هغوئ اروپایان نه دي، او د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې نړۍ افغانان له پامه وغورځوي.

کلیر دلي په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې اوسنی ناورین د امریکایي حکومت د وسلو او د امریکا د یرغل په پایله کې رامنځته شوی دی.

هغې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن ظالم او نړیـوال غل بللی دی، او وایي چې د افغانانو شتمني د امریکا د ظالم ولسمشر له لوري ګنګل شوې ده، روسیې نه ده ګنګل کړې نو په افغانستان کې د اوسني ناورین مسولیت امریکا ته راجع کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button