د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خپلو محتسبینو ته د روزنې سيمينارونه پیل کړي دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسؤلین وایي، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې په ټول هېواد کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د محتسبینو د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره روزنیز سمینارونه په لار اچول شوي دي.

هغوئ زیاتوي، چې د یادو سیمنارونو پیل تېره اونۍ د ننګرهار له مرکز څخه وشو او د پنجشنبې په ورځ یاد ولایت کې پايته ورسیده چې په تعقیب یې تېره ورځ بیا په کنړ ولایت کې پیل شو او تر راروانې پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

طالبان وایي چې د محتسبینو د وړتیا لوړولو دا لړۍ به ډېر ژر د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسېږي، څو د دې روزنې په تر لاسه کولو سره محتسبین وکولای شي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر چارې په سمه توګه ترسره شي.

هغوئ همداراز زیاتوي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هڅه کوي تر څو د یاد وزارت چارې د شریعت په چوکاټ کې مخته یوسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button