پر روسیې د امریکا تازه بندیزونه

د امريکا ولسمشر تازه پر روسیې د نفتي توکو په روارداتو بنديزونه وضع کړل.

د امريکا ولسمشر جو بایډن په يو تازه اقدام کې څرګنده کړې، چې پر روسیې يې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو، نفتي موادو‌ او همدارنګه پر وارداتو یې بنديزونه لګولي دي او وايي امريکا نه غواړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې ماشين قوي کړي.

ددې‌ تر څنګ له امريکا وروسته انګلستان هم اعلان وکړ، چې د روسیې په وارداتو او نفتي موادو اوس مهال په موقتي ډول يو کلن بنديز لګوي؛ خو وايي د همدې کال په پای کې به دا بنديز دايمي اعلان کړي.

په نړۍ کې د روسیې تر ټولو سترې عايداتي سرچينې نفتي مواد او ګاز دي او له همدې درکه له اروپا او امريکا پيسې ترلاسه کوي، چې دا یې د اقتصاد ستره برخه جوړوي؛ خو اوس ښايي په امريکا او د متحدو هېوادونو په بازارونو کې یې د تېلو او ګازو بيې لوړې شي.

له دې‌ سره به د روسیې اقتصاد هم سخته ضربه وويني؛ ځکه نور نه شي کولای په اروپا او امريکا خپل نفتي مواد وپلوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button