د‌ افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې فبرورۍ مياشت کې د کوربه بنګله دېش پر وړاندې پنځه لوبې ترسره کوي.

افغان کریکټ ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۲۳مه د کوربه بنګلادېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لومړۍ یوه ورځېنۍ لوبه د‌ بنګله دېش پر وخت د غرمې یوولس بجې پیل کړي.

ورسره به دوه شل اوریزه لوبې هم د بنګله دېش پر وخت وخت د مازدیګر ۳:۰۰ بجې تر سره شي.

تر دې ذدوه ورځې وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د افغان لوبډلې د اته لوبغاړو د کرونا ټېسټ مثبت دی، خو پرون یې په دويم ځل ټېسټ کې د ټولو لوبغاړو منفي ښودل شوی او اوس کولای شي دوی خپل منځي تمرینات پیل کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button