د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د رسنیو د راپورونو له مخې، د سوري زړه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان د الخدمت بنسټ ترمنځ د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د الخدمت بنسټ د رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو د رئیس غلام حبیب حسام، د روغتیایي خدمتونو رئیس ډاکټر سلیم بهرمند او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ د استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست د الخدمت بنسټ رئیس ته ډاډ ورکړ، چې سره میاشت به د سوري زړه ناروغو ماشومانو په ورپېژندلو کې له پوره دقت او شفافیت څخه کار واخلي، او هغه ماشومان به ور وپېژني چې واقعاً اړمن او بېوزله دي.
نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله له ۷۰۰۰ څخه ډېرو ناروغانو خپل نومونه په افغاني سره میاشت کې ثبت کړي او د انتظار شپې او و رځې سبا کوي، چې ستاسو دا غوره اقدام به د اړمنو او بېوزلو وګړو د مرستې سبب شي.
د الخدمت بنسټ رئیس پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن وویل د ناروغو ماشومانو شمېر د دې ښکارندویي کوي، چې د هرو ۱۰۰ تنه زېږېدل شویو ماشومانو له منځه یو تن د سوري زړه په ناروغۍ اخته زېږول کېږي، چې ډېری یې د بېوزلۍ او غریبۍ له امله روغتیایي مراقبت ته له نه لاسرسي سره مخ دي، موږ په دې برخه کې د افغاني سرې میاشنې ټولنې سره همکار یو.