د افغانستان المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست یو پلاوی ایران ته په سفر تللی دی

د افغانستان المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست یو پلاوی ایران ته په سفر تللی دی.

د رسنیو د راپورونو په حواله، مسؤلینو ویلي چې یاد پلاوی ایران ته د افغان کډوالو ورزشکارانو د ستونزو اورېدو او د هغوئ د ورزش روان بهیر د ارزولو په موخه سفر کړی دی.

چارواکي زیاتوي، چې دغه پلاوی به د ایران بېلابېلو ولایتونو ته سفر وکړي، چې هلته به له میشتو افغان ورزشکارانو سره لیدنه وکړي.

دغه پلاوی به هلته د افغان ورزشکارانو د استازي ټاکلو لپاره ټاکنې هم وکړي او د هغوئ ستونزې او ورزشي بهیر به د افغانستان د ورزش ادارې له مشرتابه سره شریکې کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button