دې هېل ورځپاڼه: امريکا په ښکاره غلا کوي

دې هېل ورځپاڼه وايي بایډن په ښکاره ډول د افغانانو له شتمنۍ څخه يوې لويې غلا ته ملا تړلې ده.

دې هېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه يو مطلب لیکلی، چې په کې د افغانستان روان اقتصادي وضعیت، له دغه هېواد څخه د امریکا وتلو او د جو بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه شوې ده.

دغې سرچینه ويلي نړۍ والو قوانینو ته په کتو د امريکا ولسمشر بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې کبله دا یوه ښکاره غلا بلل کېږي.

سرچینه زیاتوي بایډن له یو غريب هېواد څخه غلا کوي او د خپل هېواد پر شتمنو یې وېشي.

همداراز په مطلب کې راغلي که چېرې د بایډن پرېکړه عملي شي نو دا به تر افغانستان ډېر امریکا ته زیان واړوي، ځکه ددغه هېواد د بانکونو او په خپله د حکومت باور به يې راښکته شي.

دغه راز دې هېل نشریې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د کړنو له کبله منځته راغلی دی نو له همدې وجې دې د ناکامۍ بار پر نورو نه اچوي او نه دې هم په دغه ډول تېروتنو خپلې سترګې پټوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button