دکابل دپيسو او اسعارو د راکړې ورکړې او دپیسو دبدلولو مرکز شهزاده سرای

دکابل دپيسو او اسعارو د راکړې ورکړې او دپیسو دبدلولو مرکز شهزاده سرای

په افغا نستان کې دپیسو دتبادلې او صرافۍ کار وبار له نن ورځې (۱۵۸) کلونه وړاندې دافغانستان دواکمن امیر شیرعلي خان دواکمنۍ په وخت کې په کندهار کې پیل شو خو ډیره لو مړنۍ (ابتدایي ) بڼه یې درلودله.
دکابل داسعارو دتبا دلې اودپیسو دراکړې ورکړې او بدلولومرکز دشهزاده سرای چې ځیني خلک یې دشازده سرای هم بولي له نن (۶۶) کلونه وړاندې داحمد شاه بابا دلمسیانو نه یو تن شهزاده عبد العزیز خان له خوا چې دکابل داندرابیو په ګذر کې اوسیده جوړ شو، نو ځکه دغه سرای دهغه دنامه له کبله دشهزاده دسرای په نامه یادیږي . نوموړي په هماغه وخت کې دافغانستان دحکومت نه د( ۷۰۰ ) زره افغانیو په بدل کې یوه ځمکه چې دکابل پل خشتي جومات ته څېرمه دکابل دسیند پر غاړه پرته وه رانیوله اودلته یې یو سرای پکې جوړ کړ چې نن دشهزاده دسرای په نامه یادیږي او داسعارو دبدلولو یومشهور مرکز ګڼل کیږي.
دشهزاده سرای د افغانستان دپخواني پاچامحمدظاهرشاه ، شهید محمد داودخان او په نورو رژیمونوکې هم دښه رونق نه برخمن واو داسعارو دتبادلې یو پیاوړی او اعتباري مرکز شمیرل کیده. په پیل کې دافغانستان دپلازمیینې کابل او نورو ولایتونو دصرافانو تر څنګ یوشمیر هغه یهودیان ، هندوان او سیکهان چې په کابل کې اوسیدل دلته په دغه سرای کې هم د صرافۍ دوکانونه درلودل.
دجګړو په کلونو کې په تیره بیا دمجا هدینو دحکومت او ترهغه وروسته تر ننه پورې ددغه سرای (۲۰ )تنه صرافان وژل شوي دي ،ځینې صرافان تښتول شوي دي، د( ۲۰۰ ) صرافی دوکانونو نه پیسې غلا شوي دي ، درې ځلې دغه سرای چور او لوټ شوی دی او یو ځل ورته اور وراچول شوی دی.
په دغه سرای کې دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو اسعار تبادله کیږي . که څه هم په پخوا وختونو کې نوي ټکنالوژي او له هغو نه انټرنیټ نه و، خو اوس دپیسو او حوالو راکړې ورکړې دنوې ټکنالوجۍ په برکت آسانه او بریښنا یي شوي دي .
په اوسني وخت کې دشهزاده په سرای کې دپیسو تبادله په څلورو برخو کې تر سره کیږي . چې هغه دپیسو تبادله ( صرافي ) ، دحوالو ترسره کول ( پولي خدمتونه ) ، بهرنۍ حوالې او کورنۍ حوالې دي .
په اوسني وخت کې دشهزاده په سرای کې دصرافانو( ۴۰۰ ) دوکانونه شته او (۲۰۰۰ ) تنه خلک دصرافۍ او دپیسو دتبادلې په کاروبار بوخت دي . هغه کسان چې په دغه سرای کې دصرافۍ کار کوي باید دافغانستان بینک دصرافۍ دجوازسند ولري .
( یاد)

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button