دوه هېر روايتونه

دوه هېر روايتونه

دوه هېر روايتونه
يو وخت حمزه صاحب فرمايلي و:
ته اسلام پښتو ګڼه دوه؛ زه وايم
خدای هم که انسان وای، نو پښتون به و
حمزه صاحب د پښتونولۍ په اړه ډېر شعرونه لري، کله يې مستقيمه ستايلي، کله يې آن دا خويونه استعاره کړي. زه چې د افغانستان په انقلاب کې راولوی شوی يم، تل دې فکر ځورولم، چې دا حمزه صاحب چې کوم پښتون ياد کړی، دا خو ما د ځمکې پر سر و نه موند. کوم پښتون چې زه وينم، هغه خو چلباز، عقده يي، ظالم، د پيسو وږی او … دی.
وروسته مې چې خپل فرهنګ مطالعه کړ، د پښتنو د بښنې، زغم، لورېينې په اړه مې تاريخونه ولوستل، پوه شوم، چې دا ښه خويونه موږ د جګړو په دوړو کې ورک کړي دي.
اوس خو خبره تر دې رارسېدلې ده، چې څوک د پښتونولۍ نوم نشي اخيستای. هغه پښتونولي چې يو وخت سندرغاړو او شاعرانو په لوړ غږ ستايله. د افغانستان ملي تلويزيون او د افغانستان او پښتونخوا رسنۍ او کتابونه يې له ستاينو ډک وو. تر انقلاب مخکې خپلو فرهنګي فعاليتونو او ډسکورسونو ته مخ وروګرځوئ، له عجيبې مختلفې نړۍ سره به مخ شئ. اوس خو پښتونولي د اور سکروټه ده او د ديني فکر لرونکو خلکو له مخې د نيشنلزم په نامه منفوره؛ خو حمزه بابا چې پخپله صوفي مشربه شخصيت و، هغه ته پښتو او اسلام دوه نه، بلکې د يو بل همغږي ښکارېدل. پخوانو دا کمال درلوده، چې د بېلتون پر ځای يې پيوستون خوښېده؛ خو اوس خبره برعکس شوې.
په کومه ټولنه کې چې فرهنګي تضادونه ژور شي، په هغه ټولنه کې درز راشي، ځکه چې افراد يې ووېشل شي او دا وېش ممکن په جګړه واوړي. پرمختللې ټولنې هڅه کوي، چې اختلافونه کم او په ډسکورسونو کې ايسار وساتي.
…………..
يو وخت ابو سعيد ابوالخير فرمايلي وو:
باز باز آ هر آنچه هستی باز آ
ګر کافر و ګبر و بت پرستی باز آ
اين درګه ما درګه نوميدی نيست
صد بار اګر توبه شکستی باز آ
مسلمانې ټولنې د تاريخ په اوږدو کې له مختلفو حالاتو سره مخ شوې، کله پکې جګړه اوج ته رسېدلې او مسلمانان يې له بېرحمۍ ډک کړي؛ خو يو وخت داسې هم و، چې مسلمانان مينه ناک، زغمونکي، مهربانه او ازاد فکري خلک وو. دا څه وشول، چې موږ داسې په وړه وړه خبره اور اخلو او د يوه بل مرګ ته چمتو کېږو؟ د دې پوښتنې ځواب بايد د تاريخ په کتابونو او جګړو کې وګورو. هغه سياسي جګړې چې زموږ ټول ارزښتونه يې لتاړ کړل.
ټولنې د فرهنګ له مخې بدلېږي. فرهنګ ولاړ څيز نه وي، تل هڅه کوي، چې د خپل ژوند د بقا لپاره له شرايطو سره ځان جوړ کړي، کټمټ لکه انسان چې له هر ډول اقليم او فرهنګي شرايطو سره ځان عياروي. ټولنه هم د انسان غوندې يو ژوندی کل دی. څرنګه چې د انسان بدن له بېلابېلو سيستمونو جوړ دی، داسې ټولنه هم له بېلابېلو نظامونو جوړه ده. د انسان بدن په وړو وړو حجرو تکيه دی، د ټولنې حجرې افراد دي. د انسان د روغتيا لپاره اړينه ده، چې صحي او پاک خواړه وخوري. که خراب څيز وخوري، په ناروغۍ اخته کېږي. که بدن پياوړی او ناروغي غټه نه وي، ژر يې کنترول کړي. که ناروغي لويه وي او بدن هم کمزوری وي، انسان ډېر ژر د قبر کندې ته ورسوي.
ټولنه هم داسې ده، د خپلې بقا لپاره انسانيت ته اړتيا لري. بايد د افرادو حجرې پکې ژوندۍ او هوسا وي. کله چې يوې ټولنې ته ناانساني ارزښتونه ورننوځي، ټولنه ورو ورو د زوال مخ ته روانېږي، ځکه چې له داخله شړېږي، په يوه خونخواره ټولنه بدلېږي، چې خپل افراد لکه حجرې پخپله خوري. هغه افراد چې دا ټولنه پرې بسيا وي.
تاريخ وايي، چې کله د مسلمانانو ترمنځ د اقتدار پر سر اختلافونه ډېر شول، داسې يوه ډله رامنځته شوه، چې خپله لمن يې د اختلافاتو له دوړو وڅنډله او دا يې د اسلام منافي وګڼل. خپله موخه يې د مسلمانانو پيوستون وټاکه، خو د دې پيوستون لپاره اخوت، مينه، زغم او پراخه ذهن پکار و. دا ډله صوفيان وو چې مسلمانې ټولنې يې له فرهنګي پلوه بډايه کړې.
د ظاهر پر ځای پر باطن ډېر تمرکز ، پراخې سينې يا روادارۍ، وحدت الوجودي او وحدت الشهودي فکر او له نصوصو نه د ظاهري روايت خلاف تاويلونه تصوف له ځينو فقهي ډلو سره په لانجه واړاوه. د تصوف په روايت کې دوی ته ظاهربين وويل شول او له دي ځايه د شريعت او طريقت توپير وشو. شريعت هغه احکام چې له فقهي تعبيره يې سرچينه اخيستې وي؛ خو د تصوف له مخې يوازې د فقهي احکامو په منلو يو څوک ښه مسلمان کېدای نشي، چې تر څو د يوه ښه انسان اخلاق و نه لري. مهربانه، بښونکی، د پراخې سينې څښتن، د خدای د مخلوقاتو خواخوږی او زړه سواند نه وي.
د تصوف موخه خدای ته رسېدل دي او خدای ته د رسېدلو لپاره د اخلاقو تزکيه پکار ده. سالک بايد شيطاني غوښتنې له ځانه لرې او الهي اخلاق خپل کړي، چې له ذات سره د پيوستون جوګه شي. البته د نفس د تزکيې لپاره د تصوف په روايت کې افراط هم وشو، لکه ډېره بېخوبي، په حشراتو ځان چيچل، لوږې تېرول او داسې نور؛ خو له دې پرته يې موږ ته مهم هغه اخلاق دي، چې د تصوف له روايته راپاتې دي.
تصوف ظاهرپال تورنول چې د نصوصو پوستکی يې اخيستی او مغز يې غورځولی. په تصوفي شاعرۍ کې د فقهاوو او صوفي عشاقو د اختلاف په اړه ډېرې استعاري بېلګې موندلای شو. د پوست و مغز او صدف و ګوهر او داسې ډېرو نښو او استعارو سرچينه همدا فکري توپير دی. د مولانا لاندې شعر د دې اختلاف ښه نڅوړ دی:
ما ز قرآن مغز را برداشتيم
پوست را بر ديګران بګذاشتيم
ما بيرون را ننګريم و قال را
ما درون را بنګريم و حال را
پر احکامو ډېر ټينګار او په دې لړ کې د فقهاوو له ډېري موشګافۍ سره د صوفيانو اختلاف دا و، چې پر ظاهر بېدريغه ډېر ټينګار دين مازې د رسمياتو په يوه ټولګه او په يوه بې روحه جسد بدلوي. د دين موخه مازې رسميات نه دي. د دين موخه دا ده، چې انسانان په الهي اخلاقو ملبوس کړي؛ نو مثلا لمونځ ته مازې د فرضي چارې په سترګه کتل نه دي پکار، بلکې لمونځ بايد د مومن زړه نرم کړي، ګنې د حمزه صاحب خبره ” بيګار دی او هېڅ بيګار درباندې نشته، بيګار پرېږده”. په تصوف کې دې ته رسميات ويل شوي، چې مازي يو رسم دی، ادا يې کړه، ځان ترې خلاص کړه.
څو پاراګرافه پاس مو وويل چې ټولنه د يوه انسان غوندې ده او فرهنګ د دې انسان اخلاق. د يوه انسان چلن د هغه د اخلاقي روزنې له مخې وي. که ناسم چاپېريال کې روزل شوی وي، چلن يې هم ناسم وي. فرهنګ هم داسې روزل کېږي. د فرهنګ روزنه د ده په تاريخ کې ليدای شو. په يوه فرهنګ کې چې څومره انساني خويونه جوت وي، هغؤمره پکې فرد هوسا وي او څومره چې يې حيواني خويونه رابرسېره کېږي، فرد ته پکې استوګنه هغومره سختېږي.
اوس لږ په خپل فرهنګي وضعيت فکر وکړئ. سهار چې موږ او تاسو ووځو، د کابل په ښار کې شل جګړې، وهل ټکول، په وړه خبره ښکنځلې، غلاوې، وژنې، چاودنې وينو؛ خو يو وخت د کابل ښار داسې نه و. د کابل ښاري به که د ګاډي دروازه هم په زوره ووهله، له موټروان به يې بښنه غوښته او له يوه چا سره پر لوی ايډيالوژيک اختلاف به يې هم د هغه درناوی کاوه، واژه يې نه.
د انسان غوسه له اخلاقي پلوه بده ګڼل کېږي. فرويډ وايي، چې د غوسې يو لامل جسمي درد هم دی. ټولنه هم چې کله له داخله ناروغه شي او له دردونو تنګه شي، غوسه کېږي. د تاريخ په اوږدو کې که موږ د فرهنګ منفي اړخونه پرله پسې راجوت(متبارز) کړو، ټولنه بداوشينه(قهرجنه) کېږي او د ټولې قهر موږ هره ورځ د وژنو، وهلو او ټکولو په بڼه وينو؛ خو که د فرهنګ سوله ييز اړخونه متبارز کړو، ټولنه له مينې ډکېږي.
اوس به فکر وکړو چې يو وخت موږ ښه پښتني خويونه درلودل، مظلوم ته به مو په کور کې پناه ورکوله، ټګي د پښتون له شان سره بده ښکارېده. همدارنګه يو وخت د مسلمان د مينې دايره دومره پراخه وه، چې ګبر و بت پرست پکې هم ځايېدل، خو اوس دومره تنګه شوې، چې يوازې خپله فرقه پکې ځايېږي، د بلې فرقي سړي ته پکې هم ځای نشته. دا هر څه ولې برعکس شول؟ مهم لامل يې جګړه ده.
جګړې د هرې تباهۍ تر څنګ د اخلاقي فساد ريښې دي؛ خو دا جګړې د ځينو لوريو له خوا رامنځته کېږې، چې زموږ بډايه انساني تهذيب يې په ګټه نه دی. زموږ په پښتونولۍاو رودارۍ کې خپل زوال او زموږ تهذيبي زوال کې خپله ارتقا او بقا ويني.
زموږ ډېرې لويې ستونزې له ډېرو وړو خو بنسټيزو ټولنيزو ستونزو سرچينې راخيستې. تر څو چې دا ستونزې رابرسېره نه کړو، په اړه يې و نه ليکو، د سمولو هڅه يې و نه کړو، د خپلې ماضي روښانه روايتونو ته پسې سر ښکاره نه کړو، له لويو ستونزو نشو خلاصېدی.

استاد اجمل ښکلی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button