دلته هر څه مجازي دي مجبوري ده

دلته هر څه مجازي دي مجبوري ده

دومره ډیره چاته مه خانده مجنونې
دومره ډیره موسیقي چې زندګي شي
بیا رنګونه هم بینوره غوندې ښکاري
او سپوږمۍ هم بی سروره غوندې ښکاري

دلته هر څه مجازي دي مجبوري ده
هر سړي له یوه ژبه ضروري ده
دومره ډیر وجود خو چا سره هم نشته
څومره ډیره چې خواري ده مزدوري ده

دلته ټکي دي بس ټکو پسې ګرځي
او معنې یې هم په ټکو کې پرتې دي
وجودونه د جملو په اور کې سوي
او نامې یې هم په ټکو کې پرتې دي

تا هم دوه خبرې وکړې او بیا لاړې
د خبرو ترجمو پسې به ګرځو
سمندر دې راله دشته کړه مجنونې
سرابونه یو اوبو پسې به ګرځو

سید شاه سعود

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button