خوراکي توکي په لوړه بيه خرڅېږي

کابل ښاريان وايي چې د خوراکي او نورو توکو بيې لوړې دي.

څو ورځې وشوې چې د هېواد په بازارونو کې ډالر د افغانيو پر وړاندې ټيټ شوي؛ خو د خوراکي، سون او نورو توکو بيې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

تېره ورځ د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ويلي و چې يو ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله شوی.

بلخوا کابل ښاريان بيا وايي چې د ډالرو په راټيټېدو سره د خوراکي، سون او نورو توکو بيې نه دي ټيټې شوي.

د دوی په خبره دوکانداران توکي په لوړه بيه خرڅوي، چې دوی يې د رانيولو وس نه لري او له طالب حکومت څخه غواړي چې د توکو نرخونه کنټرول کړي.

طالب حکومت بیا وايي چې دوی د هېواد په ښارونو کې کسان پر دندو ګمارلي، څو د خوراکي او نورو توکو بيې کنټرول کړي.

د طالب حکومت واک ته رسېدو سره سم د هېواد په بازارونو کې نه يوازې د ډالرو ارزښت لوړ شو، بلکې د خوراکي او نورو توکو بيې هم پورته شوې، چې لا يې حکومت په کابو کېدو پاتې دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button