توماس ویسټ: له افغانستان سره ۲۷۴ ميليونه ډالر مرسته کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ نن پر خپله  ټویټر پاڼه لیکلي، چې امریکا پرېکړه کړې، له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالره اعلان کړي.

توماس ویلي، چې له دې پیسو به په افغانستان کې د غربت او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار واخېستل شي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به مصرف شي.

هغه زیاته کړې، چې روان کال به افغانستان ته د کرونا ضد یو میلیون ډوزه نور واکسین هم واستوي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا له افغانستان سره دا بشري مرسته په داسې حال کې اعلانوي، چې تر دې وړاندې يې ویلي و د افغانستان خپله کنګل شوې شتمني نه ازادوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button