بیه

متفاوت مه اوسه
کړه له ملخيو زده د ژوند د تېرولو هنر
په خړو تيږو کې اغونده ‌خړه پړه قبا
په شنو غنمو کې له شنۀ رنگه‌جامې جوړوه
متفاوت مه اوسه
ونه شه زده کړه د موسم د هرکلي سندرې
کله زرغونه لوپټه په سر کوه گډېږه
کله په زېړه ‌خزاني جوړه کې
رنځور راگونه ويه
متفاوت اوسېدل بيه لري
د زهرو جام،
د دار تخته،
د کوهي تل يا زندان
تۀ دومره لوړه بيه هيڅ وخت پرې کولای نۀ شې
تۀ نۀ سقراط يې،
نۀ منصور يې
نه يوسف يا بل يو
وخت چې اوړي را اوړي ته هم اوړه بيا را اوړه
متفاوت مه اوسه

ډاکټر احسان الله درمل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button