بلينکن: لومړی ځل دی چې سرتېري مو نوی کال په افغانستان کې نه نمانځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه استول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې امریکايي پوځیان د نوي کال جشن په افغانستان کې نه نمانځي او دا د امریکایي حکومت يوه ستره لاس ته راوړنه ده.

بلینکن ويلي دوی افغانستان کې په دې بریالي شول، چې د ناټو شل کلن ماموریت پای ته ورسوي، د تخلیې ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي او زرګونه هغه کسان وویستل شي چې په ياد هېواد کې يې ژوند له خطر سره مخ و.

نوموړي همداراز ويلي چې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.

بلینکن يو ځل بيا ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د امریکايي حکومت ديپلوماسي روانه وي او له خطر سره مخ کسانو ایستل به هم دوام ولري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button