بريټانيا: افغانستان سره ۳۴۷ ميليونه ډالر مرسته کوو

بريټانيا ويلي، له افغانستان سره د بشري ناورين د مخنيوي په موخه ۳۴۷ ميليونه ډالره مرسته کوي.

د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه ۳۴۷ ميليونه ډالر مرسته کوي. دغه وزارت زياتوي، چې دوی به په راتلونکي کې هم افغانستان سره لا نورې بشردوستانه مرستې وکړي او هڅه يې دا ده، چې په دغه هېواد کې د روان بشري ناورین مخنيوی وکړي.

بريټانيا دا مرسته د ملګرو ملتونو په هغه کنفرانس کې اعلان کړه، چې له افغانستان سره د مرستو راټولولو په موخه جوړ شوی دی. ملګري ملتونه، جرمني او بریټانیا  د دغه کنفرانس کوربتوب کوي.

د راپورونو پر بنسټ اټکل کېږي، چې په دغه کنفرانس کې له نړۍ‌والو د افغانستان لپاره د ۴.۴ مليارډه ډالرو مرستې غوښتنه وشي.

بريټانيا تر دې وړاندې هم افغانستان سره لسګونه ميليونه ډالره مرسته کړې او د مرستندويه بنسټونو پر مټ يې په دغه هېواد لګولي دي.

د ملګرو ملتونو، بريټانيا او جرمني دغه ګډ کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې ورسره جوخت چين بيا د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د يوې دوه ورځنۍ غونډې کوربتوب په غاړه لري.

Back to top button