بايډن اوکراین ته سفر ځنډولی
د امريکا ولسمشر بایډن اوکراین ته خپل سفر ځنډولی دی
د اوکراین په ختیځ کې روسیې او بلاروس په کډه نظامي تمرینات پراخ کړي دي. له دې سره هممهاله د امریکا ولسمشر جو بايډن اوکراین ته خپل سفر هم ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه چې د امريکا ولسمشر جوبایډن په نږدې ورځو کې اوکراین ته سفر وکړي، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د اوکراین په شمال کې د کړکېچ له امله د نوموړي سفر ځنډېدلی دی.
بلخوا د ډيلي ميل ورځپاڼې په يو راپور کې راځي؛ د امريکا استخبارات وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو پوځيانو ته په اوکراین د برید کړی.
له دې ورهاخوا د برېټانیا حکومت یو ځل بیا ټينګار کړی چې روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه چمتوه ده او هره شېبه چې وغواړي ځان تر پلازمینې کېف رسولی شي.
د روسیې ملګری بلاروس بیا وایي چې په تازه نظامي تمریناتو کې شاوخوا ۳۰ زره نورو روسي عسکرو هم ګډون کړی دی