ايا طالبان به وکړای شي، د جګړې له پړاو څخه د حکومتولۍ، چې د يو بل منلو پړاو دی بدلون وکړي؟
طالبان او پر مخ يې پرتې ننګونې؛
حکومتولي او سياسي قدرت د بېلابېلو لارو په وسيله ترلاسه کېږي، چې تر ټولو ښه او مشروع لاره يې دا ده، څو عام خلک ددې قدرت په رامنځته کولو کې پوره ونډه ولري او هېڅکله په زور سره پر دوی يو حکومت يا سياسي قدرت تحميل نه شي.
بحث دغه دی، چې دا مهال د افغانستان قدرت د طالبانو په لاس کې دی؛ دا چې دوی دغه قدرت څنګه ترلاسه کړ، دا يو جلا بحث دی، خو اوس دا ټولو ته معلومه ده، چې طالبان د هېواد په خاوره راج چلوي.
طالبانو تر دوه لسیزې اوږدمهالې جګړې او کشمکشونو وروسته د افغانستان حکومت ترلاسه کړ او دا هم منو چې دوی په جګړه کې يوه غښتلې ډله ده، خو د بشر په تاريخ کې دا جوته شوې، چې هېڅکله جنګي ډلو يو هېواد په سمه توګه نه دی مديريت کړی.
د افغانستان په تاريخ کې د مجاهدينو واکمني ددې ښکاره بېلګه ده، چې دوی د ټوپک په زور واک ته ورسېدل، خو د هېواد بقا ته يې ونه کتل، روان وضعیت يې مديريت نه شو کړای او د خپلو غوښتنو له وجې يې هېواد ټوټه، ټوټه کړ. مجاهدينو د خپلو خلکو پر وړاندې هغه مسووليت ونه منه، چې بايد د يوې ښې حکومتولۍ تر چتر لاندې يې وړاندې کړی وای.
دا هم ويلای شو، چې مجاهدينو د هېواد د مدیریت کولو ظرفيت نه درلود.
مجاهدينو نه يوازې هېواد د خپلو غوښتنو له وجې ټوټه، ټوټه کړ؛ بلکې همدوی وو، چې پرديو ته يې د مداخلې اجازه ور کړه او د دوی د جګړې يو لامل هم دا و، چې په هېواد کې نورې وسلوالې ډلې وده وکړي.
راځو دې چې دا مهال طالبان د خلک لپاره د يوې ښې حکومتولۍ په وړاندې کولو کې له يو لوی ازمون سره مخ دي او هغه ازمون دا دی، چې دوی څنګه کولای شي د هېواد روان بحراني وضعیت مديريت کړي.
افغانستان د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ هغه افغانستان نه دی او نه هم نړۍ په هغه سطحه کې ده، چې د شل کاله پخوا فکر ورته وشي.
د افغانستان نفوس زيات شوی، له خپلو حکومتونو دخلکو غوښتنې هم زياتې دي، خو ددې ټولو سره، سره تر ټولو جالبه يې دا ده، چې مونږ لاد نړۍوال سټیج په کچه نه يوو برابر او دا پوره کار ته اړتيا لري، خو پوښتنه دا ده، چې ايا طالبان به وکړای شي افغانستان په نړۍوال سټيج کې سيال کړي؟ دا به د طالبانو په روانې واکمنۍ کې وليدل شي، چې دوی څومره د قلم په ډګر کې غښتلي ګامونه اخلي، ځکه د جګړې ډګر خو د قلم له ډګر سره خورا زيات توپير لري.
طالبان تر دې وړاندې يوه جګړهیز ډله وه، چې اوس د يو هېواد حکومتولي ور په غاړه ده، دلته د ميليونونو افغانانو د ژوند خبره مطرح ده. افغانستان د مختلفو قومونو او د يو واحد ملت ګډ کور دی او دا چې طالبان د دې يو موټي خاورې د فرد، فرد لپاره څنګه کولای شي، مسووليت ادا کړي، دا د دوی د حکومتولۍ په مديريت پورې اړه لري.
که طالبان د دغه واحد ملت د مختلفو اقوامو او مذهبونو خلکو ته په يوه او د عدالت په سترګه وګوري؛ نو دا به په تاريخ کې ثابته شي، چې که چېرې دوی د جګړې په ميدان کې ګټونکي وو، نو دا دی، د سولې او امن ميدان يې هم وګاټه.
د اکثرو خلکو باور دا و، چې د طالبانو په واکمنېدو سره به په هېواد کې امن راشي او دوی به نور هېڅکله د جګړې شاهدان نه وي، خو نه داسې ونه شول او لا هم د دغه مظلوم ملت د وینې بهېدل روان دي، نو طالبانو ته اوس نه يوازې د هېواد د خلکو د بېلابېلو برخو مدیریت ور په غاړه دی، بلکې دلته د يو لوی ملت لپاره د يوې تلپاتې سولې راوستل هم تر ټولو ډېر هم دی.
طالبان که د هېواد يو لوی ملت سره راټول او د زغم ظرفيت يې ولري، نو ښايي دوی د دغه هېواد د سياسي قدرت يوه بريالۍ حاکه ډله اوسي.
بله مهمه خبره دا ده، چې طالبان د يو نړۍوال دوربین تر نظر لاندې دي او چېرې دلته د بشر حقونه تر پښو لاندې کېږي، د نجونو ښوونځيو دروازې بندې پاتې وي، په ادارې چارو کې يوازې ملايان او يوه ځانګړې ډله خلک واک کې اوسي؛ نو خامخا به د دوی حکومت له ماتې سره مخ کېږي.
يو عالم وايي، چې ښه حکومتولي د عامه چارو د داسې سرته رسولو په مانا ده، چی ملي ګټې تأمین او خلکو ته ځواب ویونکی وي، یا د حکومت د فعالیتونو داسې سرته رسولو په مانا ده، چې په هغه کې شفافیت، حساب ورکونه ، د خلکو مشارکت، د قانون حاکمیت او عدالت په نظر کې نیول شوی وي، نو طالبانو ته په کار ده، چې د خلکو پر وړاندې دغه ټول موارد په نظر کې ونيسي.