امریکا په اوکرین کې د خپل سفارت له کارکونکو او د هغوئ له کورنیو غوښتنه کړې چې له دې هېواد څخه ووځي

امریکا په اوکرین کې د خپل سفارت له کارکونکو او د هغوئ له کورنیو غوښتنه کړې چې له دې هېواد څخه ووځي.

امریکا دغه راز له خپلو غیر ضروري کارکوونکو هم غوښتي چې له کیف څخه بهر شي او په دې هېواد کې یې له مېشت امریکايانو غوښتي چې پر وتلو غور وکړي. امریکا ویلي د روسیې د پوځي اقدام د خطر له کبله دې ټول امریکايي اتباع له اوکراینه پر وتلو غور وکړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیه د اوکرایین پر ضد د پوځي عملیاتو پلان لري. که څه هم روسیې په وار وار دا ویلي چې پر اوکراین د کوم برید پلان نه لري خو امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر کولو هم ډډه وکړي. وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل، غربي چارواکو د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځي اقدام د احتمال خبرداری ورکړ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button