امريکا: پنځه زره افغان کډوال کاناډا ته لېږو

امریکا وايي له کاناډا څخه مو غوښتي دي چې پنځه زره افغان کډوالو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړي. 

د‌ غربي رسنيو د راپورونو پر اساس امريکا له کاناډا څخه غوښتي دي، چې پنځه زره افغان کډوالو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړي او دوی سره د تلو په پروسه کې پوره همکاري وکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا هغه افغانان دي، چې امريکا ته يې د ځانګړو ويزو غوښتنليکونه استولي و؛ خو اوس به د امريکا پر ځای کاناډا ته واستول شي او دا ټول په دریم هېواد کې ميشت کډوال دي.

بلخوا بيا کاناډا هم منلې او وايي، چې دوی له امريکا سره په ګډه په دې پروسه کار او هڅه کوي؛ څو ډېر ژر دغه پنځه زره کډوال خپل هېواد ته راولي.

امريکا د تخليې پر مهال زرګونه تنه افغانان ايستي دي، خو اوس هم داسې کسان شته چې په دريم هېواد کې امريکا ته د تلو په انتظار کې دي.

Back to top button