امريکا وايي افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

امریکا يو ځل بيا ويلي له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په يو تازه ټوېټ کې ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او له افغانستان سره د کرونا واکسین د ورکړې شوې ژمنه به هم عملي کړي.

بلینکن زياتوي چې دوی له افغانستان سره د یو میلیون دوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې وه او په دې هڅه کې دي چې د کو واکس پروګرام له لارې پاتې واکسین هم افغانستان ته واستوي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغان شتمنۍ د کنګل کېدو له امله د نړۍ والو له سخت فشار سره مخ ده.

خو امریکا وايي د دوی بندیزونو بشردوستانه خدماتو او مرستو ته هېڅ راز خنډ نه دی جوړ کړی او کوم بنسټونه چې په دې برخه کې ستونزه لري دوی یې حل کېدو ته ژمن دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button