امريکايي سناتوران: د افغانانو شتمني ازاده کړئ
ګڼو امریکایي ډموکراټ سنارتورانو د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې يو ځل بیا له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه ازاده کړي.
د امریکا د کانګرس دغو غړو ویلي، امریکا دغه پیسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لارې باید په داسې ډول افغانانو ته ورسول شي چې د طالبانو لاسته ور نه شي.
په دغه لیک کې چې د ۴۰ ډموکرات سناتورانو له خوا لیکل شوی او ۱۳ سنارتورانو په کې لاسلیک کړی ویل شوي چې د دغه پانګې د انتقال لپاره باید یو ځانګړی خصوصي بانک جوړ شي.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیسو د مدیریت لپاره د یوه خصوصي بانک د جوړېدو په اړه څه نه وایي، خو د امریکایي سناتورانو له دې غوښتنې يې هرکلی کړی.
په همدې حال کې یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکس ته د یوه لیک په استولو سره له هغوی غوښتي چې د هغو افغانانو ته د بشر دوستانه ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي چې د وېزې غوښتنه یې کړې.
امریکايي سناتوران داسې مهال د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کوي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو سره لا پسې ډېرېږي.