امريکايي او روسي چارواکو د اوکراین پر سر خبرې

امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنیوا په غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنک ويلي چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حلولو تمه نه لري. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سیال سره له پرونۍ لیدنې مخکې د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسيې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.

لاوروف له بلېنکن سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره ویلي، چې هېواد يې پر اوکراین د برید هیڅ اراده نه لري، خو وايي د خپل هېواد د امنیت ضمانت حتمي غواړي چې په هغه کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکول هم شامل دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button