افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به خپله لومړۍ سیالي د پاکستان د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي.

د کرکټ بورډ د‌ معلوماتو له مخې د اسیا ۱۹ کلنو کم عمره سږني جام کې اته لوبډلې برخه اخلي، چې پنځه یې د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو چې پکې افغانستان، بنګله دېش، سرېلانکا، هندوستان او پاکستان لوبډلې شاملې دي.

کویټ، متحده عربي اماراتو او نیپال لوبډلو ورته د غوراوي پړاو سیالیو څخه لاره پیدا کړې ده.

کرکټ بورډ وايي افغان لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې ده چې له پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره سیالۍ لري.

دوی زياتوي چې افغان لوبډله له تمريناتي کمپونو وروسته په بشپړ ډول دغه سياليو ته چمتوالی لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button