افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو د اقامې ترلاسه کولو او تمريناتو په موخه ياد هېواد ته ولاړل

افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو د اقامې ترلاسه کولو او تمريناتو په موخه ياد هېواد ته ولاړل.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مسؤلین وایي، چې افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو ته ولاړل، ترڅو د یاد هېواد د اقامې ترلاسه کول او ترڅنګ يې په نږدې راتلونکي کې د سيالو لوبډلو پړ وړاندې د سياليو لپاره چمتووالی ونیسي.

هغوئ زیاتوي، دا چې افغان لوبغاړي ډېری وخت په متحده عربي اماراتو کې لوبې کوي او د متحده عربي اماراتو له لوبغالو د کور لوبغالي په توګه ګټه اخلي نو اړينه وه چې بايد يو شمېر مسوولين او لوبغاړي د ياد هېواد اقامې يا د مېشتېدو اجازه ليکونه ترلاسه کړي.

هغوئ همدا راز زیاتوي، چې پخوا به د ياد هېواد د ويزو ترلاسه کولو پروسيجر کې د سختوالي له امله ډېری لوبغاړي پاتې کېدل او يا به هم په کمه موده کې د ويزو په اخيستو او ټکټونو لوړه اندازه لګښتونه راتلل چې له دې کار سره به له يادو لګښتونو مخنيوی وشي.

Back to top button