افغانستان يو ځل بيا فاسدو هېوادونو کې راغی

افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د اوو فاسدو هېوادونو په لیست کې راغلی دی.

د شفافیت د نړۍ وال بنسټ په يوه تازه راپور کې افغانستان له فساد سره په مبارزې کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې څخه ۱۷۴ ځای خپل کړی دی.

دغه بنسټ ويلي چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د فساد پر وړاندې مبارزه دومره اغېزناکه نه وه، نو له همدې کبله د تېر کال په اړه ددغه بنسټ ارزونې ښيي چې یاد هېواد د پام وړ پرمختګونه نه دي کړي.

ياد بنسټ همداراز ویلي چې فنلنډ، نیوزلنډ او ډنمارک په ترتیب سره د نړۍ هغه هېوادونه دي چې فساد پاک ګڼل کېږي.

د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه ایران، تاجکستان او پاکستان هم د مفسدو هېوادونو په دغه کتار کې دي.

دا راپور داسې وخت کې خپرېږي چې تېر حکومت ځان له فساد سره مبارزې ته ژمن باله؛ خو وروستي تحلیلونه ښکاره کړې چې د تېر حکومت د نړېدو يو ستر لامل هم فساد و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button