افغانستان دايمي ثبات ته اړتيا لري

افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم په یوې تازه ټلويزيوني مرکه کې ویلي چې افغانستان یو ستر سیاسي حل ته اړتیا لري.

دده په خبره په افغانستان کې یوازې بشردوستانه مرستې او پر دې برخه تمرکز کول کافي نه دي، بلکې هلته د میلیونونه انسانانو د دایمي ژوند مسئله مطرح ده.

نوموړی زیاتوي چې نړیواله ټولنه په تېره بيا امریکا او اروپا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت، دایمي امن او افغانانو د حقونو خوندي کولو ته هڅه وکړي.

هغه ټينګار کوي چې ممکن نړۍ واله ټولنه په دومره اسانۍ د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، ځکه تر دې دمه لا هم پراخې اندېښنې د ګڼو مسایلو په اړه موجودې دي.

کنینګهم ويلي چې نړۍ واله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، د افغانانو لاسنیوی دې وکړي خو تر څنګ دې د سیاسي حل لپاره فرصت ښه برابر کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button