افغانستان بانک ته ۳۲میلیونه نغدي مرسته وسپارل شوه

د افغانستان بانک وایي، چې د نړیـوالې ټولنې ۳۲میلیونه ډالر نغدي مرسته د افغانستان بانک ته وسپارل شوه.

د دې بانک مسؤلینو له نړیـوالې ټولنې او ټولو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، او وایي چې نړیـوالې نغدي مرستې کولی شي چې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان بانک مسؤلین همداراز وایي، چې دوئ به خپلو هر اړخیزو هلو ځلو ته دوام ورکړي ترڅو د افغانۍ ارزښت لوړ وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدلی و چې یو ډالر د کابل په شهزاده سرای کې ۱۳۰افغانیو په بدل کې پلورل کېده. خو تېره اونۍ یو بیا د یؤ ډالر بیه تر ۸۸افغانیو را ښکته شوې وه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button