اروپايي ټولنه: طالبان دې‌ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي

اروپايي ټولنې يو ځل بيا له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي دي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزف بورل په يوې اعلاميه کې يو ځل بيا له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي دي، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.

هغه ويلي چې، دا د نړۍ‌وال حقونو پر اساس د هر ماشوم حق دی، څو زده کړې وکړي؛ نو طالبانو ته په کار ده چې داسې يو حق ته درناوی وکړي.

همدارنګه په دغه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې نجونو ښوونځيو په هکله خپله شوې پرېکړه بېرته واخلي او په وينا يې که چېرې دا وضعيت همداسې دوام ولري؛ نو په کور دننه او بهر د طالبانو حکومت مشروعيت له ګواښ او خنډ سره مخ کېدای شي.

دغه راز د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر ټينګار کړی، چې اروپايي ټولنه د افغانستان خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او هڅه يې دا ده، چې افغانان د يو ارام او سوله ييز ژوند څخه برخمن شي‌.

دغې ټولنې ويلي، چې ښه به دا وي، څو طالبان د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانيزي، کنې د روانو او ورته اقداماتو  پايلې به ويجاړوونکې وي.

Back to top button