آیا د اوکراین او روسیې ناورین به دریمه نړیـواله جګړه رامنځ ته کړي

کله چي په ۱۹۹۱ م کال کې روسیه جوړه شوه، خپله امنیتي ستراتیژي يي اعلان کړه، ددې ستراتیژي پر بنسټ هغه سیمې چي له روسيي څخه لیري دي، روسیه ورسره کار نه لري، خو له بل لوري په دې امنیتي ستراتیژي کې يي روسیه، د روسیي فدراسیون او مشترک المنافع هیوادونه تعریف کړي وو. دا امنیتي کړۍ په دې معني ده؛ چي لویدیځ او ناټو نه شي کولی دا درو سیمو ته دننه شي. د مثال په توګه د ګرجستان په مسئله کې کله چي ساکاشویلي قصد درلود تر څو د ناټو غړی شي، روسیې مداخله وکړه او دا منطقه یي په خپل واک کې واخستله. نو د اوکراین په مسئله کي هم ددې ویره وه که چیري اوکراین غواړي د ناټو غړی شي، د روسیې د حملې سره به مخ شي؛ چي ورته کار هم ترسره شو او یاد ناورین رامنځ ته شو، ځکه چي روسیه نه غواړي دا منطقې د خپل واک له دایرې څخه لیري وساتي، که اوس يي اوکراین له کنترول څخه ووت، ورپسي به منځنۍ آسیا کي خپل نفوذ له لاسه ورکړي، کرار کرار به کړۍ ورباندې تنګیږي.
نو، که یاد بحران باندې لنډ تحلی، د نړۍ والو جګړو سره مشابهت لري، هلته هم المان په لهستان باندې حمله وکړه، دلته ورته کړنه تکرار، یعنې روسیه په اوکراین باندې وسله وال تیری وکړ، همدارنګه هغه ائتلافونه چي اوس مهال د جوړیدو په حال کي دي ، همدا ډول ائتلافونه د دوو نړۍ والو جګړو په جریان کي هم جوړ شول، آیا دا مسئله به عملآ د دریمې نړۍ والې جګړې د واقع کیدو لامل شي؟ له حالاتو بريښي چي د داډول سناریو واقع کېدل لیري خبره ده، ځکه چي که له یوه لوري د اوکراین په ناورین کي د لویدیځ د اوسني یوځاي کیدلو توازن سم نه بریښي؛ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو شاته تګ او د اروپا ختیځې برخه ته ددفاعي ځواکونه په لیږلو بسنه کول، له بل لوري ښکاري لویدیځ او امریکا یواځې د اخطار او تهدایداتو په اړه بسنه کوي، چي دا تهدیدات به ډېر اقتصادی اړخ ولري، بنآ د دریمې نړۍ والې جګړې ویره لیري بریښي.
د یادولو وړ ده؛ چي په یاده جګړه کي به د امریکامتحده ایالات ګټه ترلاسه کړي ، ځکه چي د امریکا متحده ایالات غواړي ترڅو اروپايي اتحادیه دې جګړې ته ورټیل وهي، تر څو اروپايي اتحادیه له روسیې سره اړیکې پرې او د خام موادو او نفتو پیرل ودروي؛ چي ورته کړنه تکرار هم شوه؛ نو اروپايي اتحادیه مجبوره ده چي د امریکا متحده ایالاتو څخه به خام مواد او نفت په لوړ قیمت اخلي.
د حل لاره: ملګري ملتونه باید د منځګړي په توګه صحنې ته را ودانګي؛ ځکه که چیري د امنیت شورا مداخله کوي، هروخت د وټو احتمال سته؛ همدرانګه د اوکراین مسؤلان هم باید له عقل او تفکر څخه کار واخلي؛ د امریکا او ناټو پر ځای له روسیې سره تعامل وکړي.

صدیق حریفال

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button